قامي ټي 20 كركټ كپ كښې به سبا دوه ميچونه كېږي

پينډۍ 06 ستمبر (اے پي پي) پاكستان كركټ بورډ د سيورې لاندې روان قومي ټي 20 كركټ كپ كښې به سبا د شورو په ورځ دوه ميچونه پنډي كركټ سټيډيم كښې كېږي۔وړومبے ميچ به د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ډلو ترمينځه كېږي ٬ دويم ميچ به د سندھ او سدرن پنجاب ترمينځه كېږي ۔ ايونټ كښې 6 ډلي برخه اخلي چې پكښې نادرن، سندھ، سنټرل پنجاب، خېبر پښتونخوا، جنوبي پنجاب او بلوچستان ډلي شاملې دي۔