ايشيا كپ سپر فور راؤنډ، د هند او سري لنكا ترمينځه ميچ به د نهې په ورځ كېږي

دبئۍ 05 ستمبر (اے پي پي) ايشيا كپ 2022 سپر فور راؤنډ كښې د هند او سري لنكا ډلو ترمينځه ميچ به د نهې په ورځ په 6 ستمبر دبئي كښې كېږي،د هند ډلي مشري به روهيت شرما كوي او د سري لنكا ډلي مشري به ډاسن شناكا ليډ كوي۔ ايشين كركټ كونسل د سيورې لاندې ايشيا كپ ټي 20 كركټ ټورنامنټ سيالۍ په متحده عرب امارات (يو اے اي) كښې رواني دي ، په 6 ستمبر د نهې په ورځ به سپر فور راؤنډ كښې دريم ميچ د هند او سري لنكا ترمينځه دبئي انټرنېشنل سټيډيم كښې كېږي۔ ايشيا كپ كښې به په 7 ستمبر په سپر فور راؤنډ كښې څلورم ميچ د پاكستان او افغانستان ډلو ترمينځه په شارجه كښې كېږي،په 8 ستمبر به د هند او افغانستان ترميځه ميچ دبئۍ كښې كېږي، په 9 ستمبر د سپر فور آخري ميچ به د پاكستان او سري لنكا ترميڼحه دبئي كښې كېږي دغسې د دوه ټاپ ډلو ترمينځه فائنل به په 11 ستمبر دبئۍ كښې كېږي۔