د قومي ټي 20 كركټ كپ دوه مېچونه به د نهې په ورځ كېږي

پېنډې 05 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې د روان قومي ټي 20 كركټ كپ دوه مېچونه به د نهې په ورځ د پېنډې كركټ سټېډيم كښې كېږي. وړومبے مېچ به د سندھ او مركزي پنجاب لوبډلو او دوهم مېچ به د ناردرن او سدرن پنجاب لوبډلو ترمېنځه كېږي. په دې ايونټ كښې 6 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې ناردرن، سندھ، سنټرل پنجاب، خېبر پښتونخوا، سوئيلي پنجاب او بلوچستان لوبډلې شاملې دي.