ايشيا كپ، هند او سري لنكا ترمينځه ميچ به په 6 ستمبر كېږي

دبئي 04 ستمبر (اے پي پي) ايشيا كپ 2022 سپر فور پړاؤ كښې د هند او سري لنكا ډلو ترمينځه ميچ به په 6 ستمبر دبئي كښې كېږي،د هندي ډلي مشري به روهيت شرما كوي دغسې د سري لنكا ډلي مشري به ډاسن شناكا كوي ، ايشين كركټ كونسل د سيورې لاندې ايشيا كپ ټي 20 كركټ ټورنامنټ سيالۍ په متحده عرب امارات (يو اے اي) كښې رواني دي ، په 6 ستمبر د نهې په ورځ سپر فور پړاؤ كښې دريم ميچ به د هند او سري لنكا ترمينځه دبئي انټرنېشنل سټيډيم كښې كېږي ، سري لنكا ډلي خپل وړومبي ميچ كښې افغانستان له ماتې وركړې دې ، په 7 ستمبر په سپر فور پړاؤ كښې څلورم ميچ به پاكستان او افغانستان ترمينځه شارجه كښې كېږي ،په 8 ستمبر به د هند او افغانستان ترمينځه ميچ دبئي كښې كېږي ،په 9 ستمبر به آخري ميچ د پاكستان او سري لنكا ترمينځه دبئي كښې كېږي دغسې دوه ټاپ ډلو ترمينځه فائنل به په 11 ستمبر په دبئي كښې كېږي۔