قومي ټي 20 كركټ كپ ټورنامنټ كښې به د ستمبر په څلورمه نېټه دوه ميچونه كېږي

اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي)د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې قومي ټي 20 كركټ كپ ټورنامنټ كښې د ستمبر په څلورمه نېټه د اتوار په ورځ به دوه ميچونه پنډي كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ ۔وړومبے مېچ به د سنټرل پنجاب او نادرن ډلو ترمينځه كېږي٬دوهم مېچ كښې به د خېبرپښتونخوا او سندھ ترمينځه كېږي۔په ايونټ كښې 6 ډلې برخه اخلي چې پكښې نادرن٬سندھ٬سنټرل پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬جنوبي پنجاب او بلوچستان ډلې شاملې دي