د قامي ټي 20 كركټ كپ دوه ميچونه به (نن) كېږي

پېنډي 30 اګست (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ تر سيوري لاندې روان قامي ټي 20 كركټ كپ كښې دوه ميچونه به (نن) د شورو په ورځ د پینډۍ په كركټ سټېډيم كښې كېږي۔ وړومبې مېچ به د نادرن او سندھ ډلو ترمينځه كېږي او دوهم مېچ كښې به د سنټر پنجاب او خېبرپښتونخوا ترمينځه مقابله كېږي۔په ايونټ كښې 6 ډلې برخه اخلي چې پكښې نادرن٬سندھ٬ سنټرل پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬سوئېلي پنجاب او د بلوچستان لوبډلې شاملې دي