ايشيا کپ ټي 20 کرکټ جام كښې به د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه مېچ (نن) په شارجه كښې كېږي

شارجه 29 اګست (اے پي پي) په ايشيا کپ ټي 20 کرکټ جام كښې به د بنګله دېش او افغانستان ترمېنځه مېچ (نن) د نهې په ورځ په شارجه كښې كېږي. د بنګله دېش د كركټ لوبدله به د شکيب الحسن او د افغانستان لوبډله به د محمد نبي په مشرۍ كښې مېدان ته وځي۔ د يادونې وړ ده چې د افغانستان د كركټ لوبډلې خپل وړومبي مېچ كښې سري لنكا ته په اته وكټس ماتې وركړې چې ورسره د لوبغاړو مورال بلند دې۔ د يادونې وړ ده چې د ټورنمنټ پائې لوبه به د ستمبر په 11مه نيټه كېږي