د آسټراليا او زمبابوے ترمېنځه دوېمه ون ډے به (سبا) كېږي

مېلبورن 29 اګست (اے پي پي) د آسټراليا او زمبابوے ترمېنځه دوېمه ون ډے به (سبا) د شورو په ورځ د اګست په 31مه نيټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه درې ون ډے سيريز وړومبې مېچ كوربه ډلې پخپل نوم كړې۔ د آسټراليا لوبډلې په وړومبي مېچ كښې زمبابوے ته په پنځو وكټو ماتې وركړې۔ د آسټراليا لوبډلې مشري آرون فنچ كوي او د زمبابوے لوبډلې مشري رېګېس چكابوا كوي۔ د سيريز آخري ون ډے به د ستمبر په درېمه نيټه كېږي٬ د سېريز درې واړه مېچونه به د ټوني آئرلينډ سټيډيم، ټاؤنس ويل كښې كېږي