د كومبكس انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ سيمي فائنلز(نن)د خالي په ورځ كېږي

اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)د پاكستان سكواش فېډرېشن د سيوري لاندې د كومبكس انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ سيمي فائنل مقابلې به(نن)د خالي په ورځ مصحف سكواش كمپليكس اسلام آباد كښې كېږي۔د پاكستان سكواش فېډرېشن سېكرټري جنرل كېپټن ظفر ياب اقبال وئېلي دي په ټورنامنټ كښې 24 لوبغاړي برخه اخلي چې پكښې پاكستاني 16 ٬ د مصر او د ملائېشيا درې درې او د ايران څخه دوه لوبغاړي برخه اخلي۔د ټورنامنټ سيمي فائنل مقابلې به د اګست په 27مه نېټه او فائنل به د اګست په 28مه نېټه كولې شي۔د ټورنامنټ انعام 12 زره ډالره مقرر كړے شوے۔د ايونټ پاې ته په رسېدو به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات وركولې شي