د وزيراعظم شهباز شريف د 5 مياشتو د اقتدار په مهال د چينو په بيعه كښې استحكام راغلے

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د 5 مياشتو د اقتدار په مهال د چينو په بيعه كښې استحكام ليدلے شوے۔وزيراعظم د اولس رېليف لپاره لوي اقدام كولو سره د چينو بيعه يو كلو 78 روپۍ ټاكلې وه٬د ګل په ورځ د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د شهباز شريف وزيراعظم جوړېدو نه پس د چينو د يو كلو بيعه كښې 22 روپۍ كمے راغلے٬د تېر وزيراعظم عمران خان په دور كښې د چينو د يو كلو بيعه 120 روپۍ وه۔شهباز شريف د حكومت چوكۍ سنبهالولو سره د چينو٬اوړو او نورو ضروري څيزونو په بيعو كښې كمے كړے ؤ ۔د بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د ډالر په بيعه كښې د كمي تر مخه د دې ګټه اولس ته د منتقل كولو هدايت هم كړے