د ډائمنډ جوبلي نېټ بال په نمائشي مېچ كښې د اسلام آباد ګرين لوبډلې كاميابي ترلاسه كړه

اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) د ډائمنډ جوبلي نېټ بال په نمائشي مېچ كښې د اسلام آباد ګرين لوبډلې كاميابي ترلاسه كړې۔د اسلام آباد نېټ بال اېسوسي اېشن جاوېد نواز بنګش لوبغاړو ته انعامات وركړل۔نمائشي مېچ د اسلام آباد ګرين او د اسلام آباد وائټ ترمينځه په ترامړي كښې وشو چې پكښې د اسلام آباد ګرين لوب ډلې د لسو په مقابل كښې 12 ګولونو سره د اسلام آباد وائټ ته ماتې وركړې ده ۔