د انګلستان او سوئېلي افريقې كركټ لوبډلو ترمينځه وړومبے ټېسټ مېچ د اګست په 17مه نېټه پېل كېږي

لندن 15 اګست (اے پي پي) د انګلستان او سوئېلي افريقې كركټ لوب ډلو ترمينځه د درېو ټېسټ ميچونو د سيريز وړومبے ټېسټ مېچ د اګست په 17مه نېټه لندن كښې پېل كېږي۔د دې څخه وړاندې د دواړو لوب ډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو ميچونو سيريز په يو يو برابر شوے ؤ ۔د درېو ټي 20 ميچونو سيريز د سوئېلي افريقې لوب ډلې ګټلے دے ۔د دواړو لوب ډلو ترمينځه د ټېسټ سيريز دوهم مېچ به د اګست په 25مه نېټه كېږي۔