په كېرن كښې د جشن آزادې دستوره وشوه

نيلم 14 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ او د ګېسټ هاٶسسز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې په كېرن كښې د جشن آزادې دستوره شوه. په دې موقع د پاك پوځ، پاكستان او اسلام په حق كښې او د هندي سركار په ضد سختې نعرې ووهل شوې. په دې موقع د جشن آزادې كېك پرې كړے شو. كېرن په قومي او رياستي بېرغونو ښائسته كړے شوے. د آتش بازې عملي مظاهره كولو سره پاكستاني او كشميري قوم ته د جشن آزادې مباركي وركړې شوه.