خضدار، د ډائمنډ جوبلي د آزادۍ ورځ ملي يوالي او جذبې سره ولمانځلې شوه

خضدار 14 اګست (اے پي پي) په خضدار كښې د ډائمنډ جوبلي د آزادۍ ورځ ملي يوالي او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د ضلعي انتظاميه په اهتمام د آزادۍ ورځ دستوره د ډپټي کمشنر په دفتر كښې وشوه٬ په دې موقع قامي بېرغ هسك كړې شوې۔ په دستوره كښې د بلوچستان اسمبلۍ غړي مير يونس عزيز زهري، ډپټي کمشنر خضدار مېجر ر محمد الياس کبزئي، د قلات اسکاوټس کمانډنټ کرنل ضمير٬ د قلات ډي آئي جي پروېز عمراني او نورو په شريكه ملي بېرغ هسك كړو او د د 75مې آزادۍ ورځ كېك هم پرې كړې شوې۔ د دې نه وړاندې د پوليس يوې چټك دلې قامي بېرغ ته سلامي وړاندې كړه۔