د وېسټ انډيز او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ كېږي

كنګسټن 13 اګست (اے پي پي) د وېسټ انډيز او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د سېريز دريم او وروستې ټي ټونټي مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ په كنګسټن كښې كېږي. د نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلې د درې مېچونو د سېريز وړومبي دواړه مېچونه ګټلي دي. د ټي ټونټي مېچونو د سېريز نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو سېريز د اګست په 17مه نېټه پېل كېږي.