د جشن آزادۍ په لړ كښې د مېرمنو د نېټ بال نمائشي مېچ به د ايلټ اكېډمۍ او د پي ااېن اېف اكېډمۍ ترمينځه د اګست په 14مه نېټه كېږي

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي)د پاكستان نېټ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې د جشن آزادۍ په لړ كښې د مېرمنو د نېټ بال نمائشي مېچ به د ايلټ اكېډمۍ او د پي ااېن اېف اكېډمۍ ترمينځه د اګست په 14مه نېټه په كراچۍ كښې كېږي۔ د مېچ خاص مېلما به د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر وي۔د پاكستان نېټ بال فېډرېشن سېكرټري جنرل سيد ګوهر رضا ووئيل چې ټول انتظامات بشپړ كړې شوي او د مېچ په اختتام به كاميابي ترلاسه كونكو ډلو لوبغاړو كښې انعامات تقسيم كولې شي