د باكسنګ نړيواله ورځ به د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې د باكسنګ نړيواله ورځ به د اګست په 27مه نېټه لمانځلې شي. د پاكستان باكسنګ فېډرېشن سېكرټري جنرل كرنل ﴿ر﴾ ناصر اعجاز تنګ له مخې د دې نړيوالې ورځې لمانځلو لپاره چمتووالې نيول كېږي. ده ووئيل چې په دې ورځ به په ټول هېواد كښې د باكسنګ نمائشي مقابلې كولې شي. په دې لړ كښې فېډرېشن ټولو اړوند ادارو او اېسوسي اېشنز ته هدايات جاري كړي دي.