هرارے 06 اګست (اے پي پي) زمبابوے او بنګله دېش كركټ ډلو ترمينځه دويم ون ډے ميچ به (سبا) د اتوار په ورځ هرارے سپورټس كلب كښې كېږي،كوربه ډلي زمبابوے ته درې ميچونو سيريز كښې 0-1 سره وړاندې والې ترلاسه دې ، وړومبي ميچ كښې زمبابوے 5 وكټو سره كاميابي ترلاسه كړې وه ، دواړه ډلو ترمينځه د سيريز دريم او آخري ون ډے ميچ به په 10 اګست هرارے سپورټس كلب كښې كېږي۔