د سوات اليون او بريكوټ اليون ډلو ترمينځه به په ينګ مين آل خېبرپیښتونخوا فټ بال ټورنامنټ كښې مېچ (نن)د جمعې په ورځ كېږي

اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي)د ينګ مين فټ بال كلب سوات د سېوري لاندې روان ينګ مين آل خېبرپښتونخوا فټ بال ټورنامنټ كښې د سوات اليون او بريكوټ اليون ډلو ترمينځه به مېچ په ينګ مين آل خېبرپیښتونخوا فټ بال ټورنامنټ كښې(نن)د جمعې په ورځ ګراسي فټ بال ګراؤنډ كښې كېږي۔آرګنائزنګ سېكرټري محمد اياز خان وئېلي دي په ټورنامنټ كښې 32 ډلې برخه اخلي كومې چې په څلورو ګروپونو كښې تقسيم دي او ټورنامنټ په ناك آؤت سسټم كېږي۔ده ووئيل په ټورنامنټ كښې هره ورځ يو مېچ كېږي او د ټورنامنټ په اختتام به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي