د ويسټ انډيز او هند ترمينځه دوهم ټي 20 مېچ به د ګل په ورځ كېږي

سينټ كټس 30 جولائي (اے پي پي) د ويسټ انډيز او هند كركټ ډلو ترمينځه دوهم ټي 20 مېچ به د ګل په ورځ باسیتیر سينټ كټس كښې كېږي۔هند ته د پنځو ميچونو په سيريز كښې 0-1 برتري ترلاسه ده٬په وړومبي مېچ كښې ويسټ انډيز ته د 68 رنز سره ماتې وركړی وې۔د دواړو ډلو ترمينځه د سيريز درېم ټي 20 مېچ به د اګست په 2مه نېټه او څلورم مېچ به د اګست په 6مه نېټھ او پنځم او آخري مېچ به د اګست په 7مه نېټه كولې شي۔د يادونې وړ ده چې د دې څخه وړاندې هند ډلې د درې ون ډے ميچونو په سيريز كښې ويسټ انډيز ته كلين سويپ ماتې وركړی۔