د انګلينډ او سوئېلي افريقې ترمينځه ټي 20 مېچ به(سبا)كېږي

ساؤتهمپټن 30 جولائي (اے پي پي)د انګلينډ او سوئېلي افريقې كركټ ډلو ترمينځه د سيريز درېم او پريكنده ټي 20 مېچ به(سبا)د اتوار په ورځ ساؤتهمپټن كښې كېږي۔ د دواړو ډلو ترمينځه سيريز 1-1 سره برابر دې۔برسټول كښې شوې وړومبي مېچ كښې انګلينډ 41 رنز سره كاميابي ترلاسه كړې وه خو په كارډف كښې شوي دوهم مېچ كښې سوئېلي افريقې 58 رنز سره كاميابي ترلاسه كولو سره سيريز برابر كړو۔ په پريكنده ټي 20 مېچ كښې د دواړو ډلو ترمينځه د خوندورې مقابلې توقع ده