ملتان سره نزدې په وېګن كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي

ملتان 02 جولائي (اے پي پي﴾ ملتان سره نزدې په وېګن كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه هېډ محمد والا سره نزدې رامېنځ ته شوې۔ د رېسكيو ذريعو له مخې په يو وېګن كښې د يوې كورنۍ 28 كسان ناست و او وېګن د چوك منډا نه ملتان ته روان و چې …

ملتان 02 جولائي (اے پي پي﴾ ملتان سره نزدې په وېګن كښې د اور لګېدنې په پېښه كښې د يوې كورنۍ 6 كسان مړه او 21 ژوبل شوي دي۔ د خبر له مخې دا پېښه هېډ محمد والا سره نزدې رامېنځ ته شوې۔ د رېسكيو ذريعو له مخې په يو وېګن كښې د يوې كورنۍ 28 كسان ناست و او وېګن د چوك منډا نه ملتان ته روان و چې په لار كښې د سلېډر چاودنې له امله په ګاډي اور ولګېدو او د سترګو په رپ كښې د ټول ګاډي نه تاؤ شو۔ په پېښه كښې ژوبل شوي 21 كسان روغتون ته رسول شوي دي او پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔

مزید خبریں