د پاكستان سټوډنټ اولمپك اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې د جشن آزدۍ په موقع نمائشي سيالۍ به د اګست په 14مه نيټه كېږي

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د پاكستان سټوډنټ اولمپك اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې به ګرد هېواد كښې د جشن آزدۍ په موقع نمائسي مقابلې د اګست په 14مه نيټه كېږي۔ د پاكستان سټوډنټ اولمپك ايسوسي ايشن صدر مقبول آرائيں وئيلي دي په دې لړ كښې تيارۍ د اوس نه پېل شوي او په دې لړ كښې ټولو ړوندو ادارو٬ صوبائي او ريجنل اېسوسي اېشنز ته امر شوے۔ ده ووئيل د مقابلو په پائې كښې به كاميابو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي۔ د يادونې وړ ده پاكستان سټوډنټ اولمپك ايسوسي ايشن هر كال د آزادۍ ورځې په موقع په څلوارلسم اګست ګرد هېواد كښې نمائشي مېچونه كوي