د زمبابوے او بنګله دېش ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي كركټ مېچ به د جولائي په 30مه نېټه په هرارې كښې كېږي

هرارې 27 جولائي (اے پي پي) د زمبابوے او بنګله دېش ترمېنځه وړومبې ټي ټونټي كركټ مېچ به د جولائي په 30مه نېټه په هرارې كښې كېږي. د خبر له مخې د بنګله دېش د كركټ لوبډله وائټ بال سېريز لپاره په زمبابوے كښې ده چرته به چې هغه د زمبابوے لوبډلې په ضد درې يو ورځني مېچونه او درې ټي ټونټي مېچونه كوي. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز به د جولائي په 30مه نېټه پېل كېږي. دوهم مېچ به دجولائي په 31مه نېټه او درې مېچ به د جولائي په 2مه نېټه كېږي.