پاكستان نېټ بال فېډرېشن په ټول هېواد كښې د جشن آزادې په موقع د نمائشي مقابلو كولو اعلان وكړو

اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) پاكستان نېټ بال فېډرېشن په ټول هېواد كښې د جشن آزادې په موقع د نمائشي مقابلو كولو اعلان كړے. د پاكستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر رزاق مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل چې دا مقابلې به راتلونكې مياشت د اګست په 14مه نېټه كېږي. ده ووئيل چې په په دې لړ كښې ټولو اړوند ادارو، صوبائي او رېجنل اېسوسي اېشنز ته هدايات جاري كړې شوي دي. ده ووئيل چې فېډرېشن هر كال د آزادې ورځې په موقع د اګست په 14مه نېټه په ټول هېواد كښې نمائشي مېچونه كوي.