پرمختګ لپاره به ټولو صوبې او سيمې د ځان سره روانول وي، د چين پشمول دوست هېوادونه د سرمايه كارۍ د لارې زمونږ په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپله برخه اچوي٬ اولس دې د غېر ملكي سرمايه كارو محافظ جوړ شي٬ تر ھغه وخت به په قلاره نه كېښنو تر څو چې د ګوادر او بلوچستان د اولس مسئلې نه حل شوې نه وي ۔ وزيراعظم شهباز شريف

APP47-240622 GWADAR: June 24 – Prime Minister Shehbaz Sharif interacting with a delegation of local fishermen. APP

ګوادر24جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي ديپرمختګ لپاره به ټولې صوبې او سيمې د ځان سره روانول وي٬ په بهرنو قرضو د انحصار په ځاے د كر كېلې او د صنعت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې به خودكفالت ترلاسه كول وي ٬ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ګوادر دورې په مهال په بزنس سنټر كښې ځائي فشرمېنز سره ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د چين پشمول ملګري هېوادونه د سرمايه كارۍ د لارې زمونږ په پرمختګ او سوكالۍ كښې برخه اچوي٬ اولس دې د غېر ملكي سرمايه كارو محافظ جوړ شي٬ تر ھغه وخت به په قلاره نه كېښنو تر څو چې د ګوادر او بلوچستان د اولس مسئلې حلشوي نه وي ، بايد د غېر ملكي وګړو سلامتيا مونږته د خپل ځان نه زياته عزيزه وي، دښمن ځيني خلق د آله كار په توګه د دوي په نخښه كولو له كاروي۔ ده ووئيل په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د ټولو نه زيات لس اربه فنډ مختص كړے شوے ، ګوادر كښې به فشرمېنز ته بېړيو لپاره دوه زره انجڼې وركولې شي، دوي لپاره به په 200 اېكړه زمكه د استوګنې كالوني جوړولې شي۔ ده ووئيل پوهنتون جوړېدل به ډېر زر بشپړ شي، د پاكو اوبو مسئله به حل كولې شي۔ ده ووئيل ايران څخه د سل مېګاٶاټ برېښنا لوظنامه شوې ده۔ په دې موقع د بلوچستان وزير اعليٰعبدالقدوس بزنجو، وفاقي وزيران احسن اقبال، خرم دستګير، اسعد محمود، شاه زين بګټي او د نويد قمر نه علاوه مصدق ملك او نور هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل په يوه نيمه مياشت كښې مې دا د ګوادر دوېمه دوره ده چې مقصد ئې د فشر مېنز او وګړو د مسئلو حل لټول دي۔ ده ووئيل تر څو چې د ګوادر اود اولس بنيادي مسئلې نه وي حل شوي او د دوي ضرورتونه نه وي ترسره شوي او دوي اطمينان نه وي لرلے تر ھغې د ترقۍ عمل بې معني دے۔ ده ووئيل ګوادر بندرځائ به ځائي اولس له د پرمختګ او سوكالۍ انقلاب راولي خو دې لپاره ضروري ده چې د ګوادر او د خوا اوشا سيمو سره د صوبې د اولس مسئلې په سنجيدګۍ سره حل كړې شي ۔ وزيراعظم ووئيل تر ھغه وخت به په قلاره نه كېښنم تر څو چې د ګوادر او بلوچستان د اولس مسئلې حل شوي نه وي ،ده ووئېل د ځائي ودانۍ د ګډون نه غېر د پرمختګ خواږه نه شي ترلاسه كېدے۔ وزيراعظم ووئيلګوادر ډويلپمنټ اتھارټۍ تر دسمبر د اوبو د پخوانو پائپ لائنزد بدلولو لوظ كړے۔ ده ووئيل د بده مرغه د پرمختګ په منصوبو كښې تاخير شوے، دا كار وړاندې هم كېدے شو خو اوس د ماضي خبرې كول او ژړا فرياد نه هېڅ پېدا نه ولاړېږي، ګوادر لپاره د برېښنا معامله د څو كالو راهسې تاخير سره مخ ده ٬ ده ووئېل د ايرانسفير باور راكړے چې مونږ هېڅ تاخير نه دے كړے خو مونږ پخپله د 29 كلوميټر ټرانسميشن لائن غزولو كښې څو كلونه لګولي، اوس ايران څخه د يو سل مېګاٶاټ برېښنا لوظنامه شوې ، د نهې په ورځ به دا معامله كابينې ته وړاندې كولې شي او دا كاربه په شپږو مياشتو كښې ترسره كولې شي خو ما امر كړے چې دا كار په دريو مېاشتو كښې تر سره كړئ۔ وزيراعظم ووئيل چين زمونږ دوست هېواد دےچا چې 3700 سولر يونټ فري وېشلي، د بلوچستان لرې پرتو سيمو لپاره د برېښنا وركولو دا ښه منصوبه ده۔ وزيراعظم ووئيل په پي اېس ډي پي كښې بلوچستان لپاره د ټولو نه زياتې سل اربه روپۍ مختص كړې شوي٬ سندھ لپاره 61 او پنجاب لپاره 58 اربه روپۍ مختص كړې شوي۔ وزيراعظم ووئيل څلور واړه صوبې او وروڼه په ګده ترقي كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل چين، سعودي عرب، متحده عرب امارات، تركيه او د قطر پشمول د پاكستان دوست هېوادونو په ښه او خراب وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې۔ وزيراعظم ووئيل دوست هېوادونه په لرې پرتو سيمو كښې هم سرمايه كارۍ كولو له چمتو دي خو مونږ له د دوي انجينئرز او كاركنانو ته امنيت وركول دي ګني نو ھغوي به سرمايه كاري نه كوي۔ ده ووئيل د كبانو په غېر قانوني توګه د نيولو لاره نيولو او د قانون پابندۍ لپاره به كمېټي جوړوٶ او په ګډه به دا معامله ترسره كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل د بي آئي ايس پي له مخې د بلوچستان پنځه لكه نورو كسانو ته وظائف وركوٶ خو په سباٶن كښې به دا سكالرشپس ھغه مستحقو كسانو ته وركولې شي څوك چې خپل ماشومان سكولونو ته لېږي۔ وزيراعظم د چين ګرانټ روكولو باوجود د پرمختګ په ځينې منصوبو په كار نه پېل كولو د افسوس څرګندونه وكړه۔ ده وزيراعليٰ ته د 150 كټونو په وړيا روغتون كار زر تر زره د بشپړولو امروكړٶ۔ په دې موقع د بلوچستانوزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو هم وېنا وكړه۔ دههيله څرګندونه كړه چې وزيراعظم به د بلوچستان پرمختګ ته پام لرنه كوي۔په دې موقع د فشرمېنز نمائندګانو وزيراعظم د خپلو مسئلوڅخه خبر كړو