ټاونټن 24 جون (اے پي پي) انګلينډ او جنوبي افريقې ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه يواځنې څلور ورځنې ټېسټ ميچ به د 27 نه تر 30 جون كوپر ايسوسي ايټس كاؤنټي ګراؤنډ، ټاونټن كښې كېږي۔جنوبي افريقې ډلې به د خپلې دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد د يو ټېسټ نه علاوه درې يوه ورځنې او درې ټي 20 ميچونو سيريز كوي۔د انګلينډ ميرمنو ډلې په ټيسټ ميچ كښې مشري به هيتھر نائټ ليډ كوي دغسې د جنوبي افريقې ډلي مشري به سن لس كوي۔ د ټېسټ ميچ نه پس به د درې ون ډے ميچونو سيريز 11 جولائي څخه پيل كېږي دې نه پس به بيا د درې ټي 20 ميچونو سيريز په 21 جولائي پيل كېږي۔