پاكستان د دوست هېوادونو سره په ګډه د ډس انفارمېشن په ضد اقدامات كړي۔ د خارجه وزرير بلاول بهټو زرداري په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوست هېوادونو پشمول د ګروپ آف فرينډز پرانستې غونډې ته ورچوئل وېنا

اسلام آباد23 جون (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري وئېلي ديپاكستان دوست هېوادونو سره په ګډه د ډس انفارمېشن په ضد اقدامات كړي٬د ډس انفارمېشن مخ نيوي لپاره په خلقو كښې د خبرتيا پېدا كولو ضرورت دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دوست هېوادونو پشمول ګروپ آف فرينډز پرانستې دستورې ته ورچوئل وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل د ډس انفارمېشن مسئلې مخ نيوي لپاره به موثر لائحه عمل جوړول وي٬ډس انفارمېشن نن د ګلوبل دور تر ټولو لويه مسئله ده۔خارجه وزير ووئيل د ډس انفارمېشن خبرتيا لپاره د جديد ټېكنالوجي نه مرستې اخستلې شي٬د ملګرو ملتونو اړوند كمېټۍ له به د مسئلې حل لپاره كردار ادا كول وي۔ده ووئيل د ډېرو نورو هېوادونو پشان پاكستان او زمونږ خلق هم د غلط معلوماتو ټارګټډ كمپائن ښكار دي۔ده ووئيل د غلطو معلوماتو بې درېغه خپرېدو په خاص توګه په آن لائن پليټ فارمز او د سوشل مېډيا د لارې سماجي انتشار او دې سره سره نسل پرستي٬امتيازي سلوك٬زينو فوبيا او اسلاموفوبيا ته وده وركړی ۔ده ووئيل د غلط معلومات دې وبا له به په قامي او نړيواله كچه ماتې وركول وي او مونږ د جامع نړيوالې مرستې د لارې داسې كولو څخه كاميابېدې شو۔ ده ووئېل پاكستان ځينې هم خيال هېوادونو سره په ګډه تېر كال د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د غلط معلوماتو معامله پورته كړی۔خارجه وزير ووئيل”ګروپ آف فرينډز”د دې قرارداد نفاذ ته وده وركولو لپاره جوړ كړے شوے٬مونږ د دې ټولو هېوادونو مننه كوو چا چې په دې ګروپ كښې شموليت كړے او هغوي د نړۍ د ټولو منطقو نمائندګي كوي۔ده ووئيل دا پليټ فارم كارولو سره مونږ له په اولسي او نجي كچه آن لائن او آف لائن غلطو معلوماتو مقابله كولو لپاره په يو نړيوال پلان آف ايكشن اتفاق پكار دے۔ده ووئيل يوه شريكه نړيواله هڅه ډس انفارمېشن نېټ وركس په ډاګه او ختمولو له مرستياله ګرځېدے شي كوم كښې چې د پاكستان په ضد د 30 كلونو څخه كار كوي۔