د سري لنكا او آسټريليا ترميينځه 5م او آخري ون ډے كركټ ميچ به (نن)د جمعې په ورځ كېږي

كولمبو 23 جون (اے پي پي) د سري لنكا او آسټريليا كركټ ډلو ترمينځه په 5 ون ډے انټرنېشنل ميچونو مشتمل سيريز 5م او آخري ميچ به(نن) د جمعې په ورځ آر پريما داسا سټيديم ، كولمبو كښې كېږي ۔ كوربه ډلي ته د كينګروز په ضد 5 ون ډے ميچونو سيريز كښې 1-3 سره وړاندې والې ترلاسه دې۔ كينګروز په وړومبي ون ډے ميچ كښې آئي لينډرز له په 2 وكټو ماتې وركړې ؤ دغسې سري لنكا ډلي په دويم ون ډے ميچ كښې ښه كم بيك كولو سره كينګروز له په 26 رنز سره ماتې وركړې ، دريم ميچ كښې هم كوربه ډلي كينګروز له په 6 وكټو دغسې څلورم ميچ كښې كښې آئي لينډرز كينګروز له په 4 رنز سره ماتې وركولو سره سيريز كښې 1-3 سره وړاندې ترلاسه كړې۔ د دواړه ډلو ترمينځه د سيريز 5م او آخري ون ډے ميچ به په 24 جون كېږي۔