اېن ډي اېم اے په هېواد كښې د ګل نه تر شورو د طوفاني بارانونو په لړ كښې اړوند ادارو ته د الرټ پاتې كېدو هدايت وكړو

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿اېن ډي اېم اے﴾ په هېواد كښې د ګل نه تر شورو د طوفاني بارانونو په لړ كښې اړوند ادارو ته د الرټ پاتې كېدو هدايت وكړو. د اتوار په ورځ د اېن ډي اېم اے وياند وئيلي دي چې د موسمياتو محكمې لخوا جاري شوې تازه اېډائزري له مخې د ګل په ورځ د جون د 20مې نېټې نه د شورو تر ورځ د جون تر 22مه نېټه به د هېواد په بالائي او مېنځنې سيمو كښې په لويه پېمانه د سېلۍ او باران لړې پېل شي، د تېزو بارانونو د دې لړۍ له امله په خېبر پښتونخوا، ګليات، كشمير او ګلګت بلتستان كښې د لېنډ سلائيډنګ نه علاوه د هېواد په زياتره سيمو كښې په ندي نالو/ دريابونو كښې د اوبو زياتېدو او د لاندې سيمو تر اوبو لاندې د راتللو اندېښنه ده. اېن ډي اېم اے دا صورتحال په نظر كښې ساتلو سره ټولو اړوند وفاقي، صوبائي وزارتونو، ماتحت اړوند ادارو پشمول پرېس انفارمېشن ډېپارټمنټ، د ګلګت بلتستان او صوبائي سټېټ او ضلعي ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټيز پشمول ټولو اړوند محكمو ته هم د بېړنې حالاتو مخ نيوي او په وخت اقداماتو لپاره هدايات جاري كړي دي چې دغسې د كوم ډول ځاني يا مالي زيان څخه بچ كېدل باوري كړے شي. پي ډي اېم اے او ډي ډي اېم اے دې ټولو اړوند ادارو سره په رابطه كښې پاتې شي او د اېمرجنسي مشينرې او عملې پشمول دې د ډي واټرنګ پمپس پېشګي موجودګي باوري كولو لپاره هدايات جاري كړي. لوكل رېسكيو سروسز محكمې دې د سېلاب خطر سره د مخ كېدونكو سيمو اوسېدونكي او په خاص توګه د سېلګرې ځايونو په پلو د اولس د غېر ضروري تګ راتګ نه محتاط ساتلو لپاره په لويه پېمانه د خبرتيا كمپائن وچلوي. په لاندې سيمو كښې اوسېدونكي خلق دې محتاط پاتې كېدو سره په بېړني صورتحل كښې اړوند اېمرجنسي سروسز ته فوري اطلاع وركړي. قانون نافذ كوونكې ادارې د موټروے/ ټرافيك پوليسو پشمول دې د شمالي سيمو په پلو سفر كوونكي مسافرو د متوقع بارانونو او د لارو د تازه صورتحال نه خبر وساتي.