كوئټه 19 جون (اے پي پي) د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوے، د بلوچستان په سبي سيمه كښې په سېلاب كښې د ګاډي چپه كېدو په پېښه كښې د مېرمنو پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومې پشمول څلور كسان ژوبل شوي دي. د ضلعي انتظاميې له مخې دا پېښه د سبي ښار څخه 20 كلوميټره لرې كنډ منډئي سره نزدې …
د بلوچستان په سبي سيمه كښې په سېلاب كښې د ګاډي چپه كېدو په پېښه كښې د مېرمنو پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومې پشمول څلور كسان ژوبل شوي

مزید خبریں
كوئټه 19 جون (اے پي پي) د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوے، د بلوچستان په سبي سيمه كښې په سېلاب كښې د ګاډي چپه كېدو په پېښه كښې د مېرمنو پشمول 5 كسان په حق رسېدلي او د ماشومې پشمول څلور كسان ژوبل شوي دي. د ضلعي انتظاميې له مخې دا پېښه د سبي ښار څخه 20 كلوميټره لرې كنډ منډئي سره نزدې په بېجي ناله كښې رامېنځ ته شوې. په پېښه كښې د غلام بخش مري په نوم يو سړے او څلور مېرمنې په حق رسېدلې دي او د يوې ماشومې پشمول څلور كسان ژوبل شوي دي. دوه ژوبل شوي كسان د سبي روغتون او دوه سخت ژوبل شوي د كوئټه روغتون ته رسول شوي دي. د خبر له مخې د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو كښې د پري مون سون بارانونو لړې روانه ده چې له امله ئې د شمالي ختيځ بلوچستان په ندي نالو كښې د سېلاب صورتحال رامېنځ ته شوے دے.











