پېښور 18 جون (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې په ځنګلاتو او مېداني سيمو كښې د اور لګېدنې د پېښو رپورټ جاري كړے شو. د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو، ماحولياتو او ځنګلي حيات د محكمې لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې په 283 ځايونو كښې د اور لګېدنې پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې د 70 فيصد نه د زياتو …
په خېبر پښتونخوا كښې په ځنګلاتو او مېداني سيمو كښې د اور لګېدنې د پېښو رپورټ جاري كړے شو

مزید خبریں
پېښور 18 جون (اے پي پي) په خېبر پښتونخوا كښې په ځنګلاتو او مېداني سيمو كښې د اور لګېدنې د پېښو رپورټ جاري كړے شو. د خېبر پښتونخوا د ځنګلاتو، ماحولياتو او ځنګلي حيات د محكمې لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په خېبر پښتونخوا كښې په 283 ځايونو كښې د اور لګېدنې پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې د 70 فيصد نه د زياتو وجوهات نه دي معلوم شوي، د 20 فيصد نه په زياتو پېښو كښې خلق ككړ وو. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې چرته د ځنګلاتو اكثريت نجي يا قومي و هلته د اور لګېدنې مجموعي شرح د 60 فيصد نه زياته وه او يوه وجه افواه هم وه چې سركار د سوځېدونكي ځنګل رقم وركوي خو د تودوخې زياتېدونكې درجه هم د اور لګېدو وجه ده. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د ژمي واوره تقريباً د وخت نه يوه مياشت وړاندې وېلې شوې او په دې وجه ځنګلات خشك شول، په مارچ كال 2022م كښې بارانونه د معمول نه 62 فيصده كم و. د رپورټ له مخې د اور لګولو په پېښو كښې 56 اېف آئي آر درج كړے شوي دي چې پكښې 32 تورن نامزد كړل شوي دي ، د دې نه علاوه 25 نامعلوم كسان هم پكښې شامل كړې شوي دي. په رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې په راتلونكي وخت كښې د قدرتي پېښو مخ نيوي لپاره دې جهاز واخستل شي. په رپورټ كښې نور اقدامات هم تجويز كړې شوي دي.











