ملتان كښې به د راروانو 24 ساعتو په مهال موسم ګرم او خشك وي

ملتان 15 جون (اے پي پي) د موسميات محكمې پيشګوئي له مخې د راروانو 24 ساعتو په مهال به ملتان او خوا او شا سيمو كښې موسم زيات ګرم وي۔دغسې د طوفان او سيلۍ اندېښنه هم ده۔د موسميات محكمې له مخې د شورو په ورځ د ملتان درجه حرارت 43.1 ډګري سينټي ګريډ ريكارډ كړے شوے۔سيلۍ كښې د نمي تناسب سهار 8 بجې 51 فيصد او ماښام 5 بجې 23 فيصده ريكارډ كړې شوې