د خېبر پښتونخوا حكومت د راروان مالي كال 23-2022 لپاره د يو زر 332 اربه روپۍ بجټ وړاندې كړو

پېښور 13 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د صوبې د راروان مالي كال 23-2022 لپاره د يو زر 332 اربه روپۍ بجټ صوبائي اسمبلۍ كښې وړاندې كړې دې، د صوبې مجموعي كرنټ بجټ 913 اربه روپۍ ابښودلې شوې چې پكښې بندوبستي ضلعو لپاره 789 دغسې ضم شوې ضلعو لپاره 124 اربه روپۍ بيلي شوې، بجټ كښې پرمختيائي پروګرام حجم 418 اربه روپۍ دې چې پكښې 319 بندوبستي …

پېښور 13 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت د صوبې د راروان مالي كال 23-2022 لپاره د يو زر 332 اربه روپۍ بجټ صوبائي اسمبلۍ كښې وړاندې كړې دې، د صوبې مجموعي كرنټ بجټ 913 اربه روپۍ ابښودلې شوې چې پكښې بندوبستي ضلعو لپاره 789 دغسې ضم شوې ضلعو لپاره 124 اربه روپۍ بيلي شوې، بجټ كښې پرمختيائي پروګرام حجم 418 اربه روپۍ دې چې پكښې 319 بندوبستي ضلعو لپاره دغسې 99 ضم شوې ضلعو پرمختګ لپاره بيلي شوې دي، د صوبائي پرمختيائي پروګرام پشمول ضم شوې ضلعو اے آئي پي لپاره 275 اربه روپۍ بيلي شوې۔ كلن ضلعي پرمختيائي پروګرام يعني دسټركټ اے ډي پي لپاره 41 اربه روپۍ بيلي شوې دي۔بهرني پرمختيائي مرستې په لړ كښې 93 اربه زياتې روپۍ بيلي شوې دي۔ پي اېس ډي پي منصوبو لپاره 8 اربه روپۍ زياتې بيلي شوې دي۔ د وفاق ټيكس محصولات اندازه 570 اربه 90 كروړه لګولې شوي دغسې وفاق څخه د آئل او ګيس رائلټي په لړ كښې 31 اربه روپۍ ترلساه كېږي،د برېښنا خالص ګټه او او بقاياجات په لړ كښې 61 اربه 90 كروړه ترلاسه كيدو هيله لرو دغسې قبائلي ضلعو لپاره 208 اربه روپۍ ګرانټس ترلاسه كيدو توقع ده۔د ترهه ګلرۍ په ضد د جنګ په لړ كښې 68 اربه 60 كروړه روپۍ ترلاسه شي دغسې صوبائي ټيكسونو په لړ كښې به 85 اربه روپۍ ترلاسه شي، دې نه ځانله 93 اربه روپۍ غير ملكي مرسته هم بجټ كښې شامل ده،د نور محاصل اندازه 212 اربه روپۍ لګولې شوي۔بجټ تقريركښې صوبائي وزير خزانه تيمورسليم جھګړا ووئيل خېبر پښتونخوا يوه خپلواكه صوبه ده۔تيمورسليم جھګړا ووئيل خېبر پښتونخوا حكومت 1332 اربه روپۍ بجټ وړاندې كړې۔ بجټ كښې پرمختيائي پروګرام حجم 418 اربه روپۍ دې دغسې 10 لكه كورنيو لپاره فوډ كارډ شامل كړې شوې 26 اربه روپۍ لګښت سره د غريبو كورنيو ته د خوارك په لړ كښې ريليف پيكج وركولې شي

مزید خبریں