پېښور ۔13جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان وئيلي دي چې حكومت د صحت كارډ پروګرام د بشپړولو عزم لري۔ په پېښور كښې د خېبر پختونخوا اعلی وزير په مشرۍ كښې د صحت كارډ اسكيم په اړه غونډه وشوه ٬ غونډه كښې د صحت كارډ اسكيم لاندې د وېړيا درملنې حوالې سره تر دې دمه د شوي پشرفت جاج واخستې شو۔ غونډې ته په خپل خطاب كښې …
حكومت د صحت كارډ پروګرام د بشپړولو عزم لري٬ د خېبر پختونخوا اعلی وزير

مزید خبریں
پېښور ۔13جون(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان وئيلي دي چې حكومت د صحت كارډ پروګرام د بشپړولو عزم لري۔ په پېښور كښې د خېبر پختونخوا اعلی وزير په مشرۍ كښې د صحت كارډ اسكيم په اړه غونډه وشوه ٬ غونډه كښې د صحت كارډ اسكيم لاندې د وېړيا درملنې حوالې سره تر دې دمه د شوي پشرفت جاج واخستې شو۔ غونډې ته په خپل خطاب كښې اعلی وزير ووئيل حكومت د صحت كارډ پروګرام بشپړولو عزم لري٬ حكومت دې د هر ډول درملنې په صحت كارډ اسكيم كښې په شاملولو كار وكړي۔ ده ووئيل د صوبې په ټولو سركاري روغتونونو كښې دې د صحت كارډ اسكيم لاندې د وېړيا درملنو آسانۍ وركړې شي۔ دې نه وړاندې غونډې ته د روغتيا څانګې لخوا بريفنګ كښې ووئيلې شؤ چې د صحت کارډ اسکیم لاندې تر دې دمه 12 لكه نه د زياتو رنځورانو درملنې شوې دي۔ د دې اسكيم لاندې په وېړيا درملنو تر دې دمه 29 اربه روپۍ مصرف كړې شوي دي۔ د دې سكيم لاندې د ګرد هېواد په 1115 نجی او سركاري روغتونونو كښې دوېړيا درملنوۍ آسانۍ وركولې شي۔ په دې كښې 254سرکاری او 861 نجی روغتونونه شامل دي۔ اعلی وزير اړوندو چارواكو ته د وېړيا فون مېرو ټرانسپلانټ آساني هم په سكيم كښې د شاملولو هدايت كولو سره وئيل چې په دې لړ كښې دې زر تر زره پروپوزل تيارولو سره منظورۍ لپاره وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل بون مېرو ټرانسپلانټ ګران علاج دې كوم چې د عامو وګړو په وس كښې نه دې











