كولمبو 12 جون (اے پي پي) د سري لنكا او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنې مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به د جون په 14مه نېټه د نهې په ورځ په پالے كيلې كېږي. د دې څخه وړاندې د آسټراليا لوبډلې د سري لنكا لوبډلې ته د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښې د يو په مقابله كښې دوه مېچونه ګټلو سره ماتې …
د سري لنكا او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبې يو ورځنې مېچ به د جون په 14مه نېټه كېږي

مزید خبریں
كولمبو 12 جون (اے پي پي) د سري لنكا او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د پنځو يو ورځنې مېچونو د سېريز وړومبې يو ورځنې مېچ به د جون په 14مه نېټه د نهې په ورځ په پالے كيلې كېږي. د دې څخه وړاندې د آسټراليا لوبډلې د سري لنكا لوبډلې ته د درې ټي ټونټي مېچونو په سېريز كښې د يو په مقابله كښې دوه مېچونه ګټلو سره ماتې وركړې. د دواړو لوبډلو ترمېنځه د يو ورځنو مېچونو د سېريز دوهم مېچ به د جون په 16مه نېټه، دريم به د جون په 19مه نېټه، څلورم به د جون په 21مه نېټه او پنځم مېچ به د جون په 24مه نېټه كېږي.










