په هند كښې د نبي کريمۖ په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د جمعيت علمائے اسلام (س) تر سېوري لاندې ګرد هېواد كښې مظاهرې

پېښور 10 جون (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (س) تر سېوري لاندې ګرد هېواد كښې د نبي کريم ۖ په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د مظاهرو اهتمام شوې٬ د جمعيت علما اسلام (س) امير مولانا حامد الحق حقاني د جمعې لمانځ نه پس په اكوړه خټك كښې د مظاهرې مشري كولو سره ووئيل چې د دې ناوړه عمل په سختو ټكو غندنه كوٶ او د حضرت …

پېښور 10 جون (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (س) تر سېوري لاندې ګرد هېواد كښې د نبي کريم ۖ په شان كښې د ګستاخۍ په ضد د مظاهرو اهتمام شوې٬ د جمعيت علما اسلام (س) امير مولانا حامد الحق حقاني د جمعې لمانځ نه پس په اكوړه خټك كښې د مظاهرې مشري كولو سره ووئيل چې د دې ناوړه عمل په سختو ټكو غندنه كوٶ او د حضرت محمد ۖ په شان كښې د ګستاخۍ عمل مسلمانانو لپاره د ناقبلېدو وړ دے۔ ده ووئيل د اسلامي هېوادونو واكمنو له به او د خواب غفلت نه بېدارېدو سره د دې ډول ګستاخو او د اسلامو فوبيا په ضد كوټلې اقدامات كول وي، ټولو اسلامي هېوادونو له د او آئي سي پلېټ فارم څخه د هند په ضد متفقه لائحه عمل اختيارول پكار دي او هند سره خپلې سفارتي او تجارتي اړيكو بائيكاټ پ كار دې۔ د جمعيت علمائے اسلام (س) په اپيل نن په ګرد هېواد كښې د جمعيت کارکنانو احتجاجي مظاهرې كړې دي

مزید خبریں