د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د بي جے پي لارښودو د حضور اكرم(ص)په شان كښې د ګستاخۍ بيان په ضد د غندنې قرارداد منظور كړو

پېښور10 جون(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د بي جے پي لارښودو د حضور اكرم(ص)په شان كښې د ګستاخۍ بيان په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے ۔غونډې په پېښور كښې د قادنيانو لخوا د دعوت هلو ځلو په ضد د قرارداد پشمول نور څلور قراردادونه هم په يوه خله منظور كړې دي ۔د تعليم صوبائي وزير كامران بنګش د اپوزېشن او حكومتي غړو لخوا شريك قرارداد وړاندې كولو سره …

پېښور10 جون(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د بي جے پي لارښودو د حضور اكرم(ص)په شان كښې د ګستاخۍ بيان په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے ۔غونډې په پېښور كښې د قادنيانو لخوا د دعوت هلو ځلو په ضد د قرارداد پشمول نور څلور قراردادونه هم په يوه خله منظور كړې دي ۔د تعليم صوبائي وزير كامران بنګش د اپوزېشن او حكومتي غړو لخوا شريك قرارداد وړاندې كولو سره ووئيل د نبي كريم (ص)عزت او د ناموس د مسلمانانو په حېث سره زمونږ د ايمان برخه ده او په حېثيت د مسلمان مونږ د خپل نبي پاك(ص)په شان كښې د كوم هم ډول ګستاخي قبولولو تصور هم نه شو كولې٬ ګاونډې هېواد هند كښې په تېرو ورځو كښې د حكمران ګوند بي جے پي د لارښودو كومه هم ګستاخۍ د غندنې وړ ده ٬دا ايوان د هند حكمران ګوند بي جے پي غړو اشتعال انګېز او ګستاخۍ په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د حكومت څخه غوښتنه كوي چې د هند منصوعات بشپړ بائيكاټ اعلان كړي او هند سره سفارتي اړيكې تر هغه وخت منقطع وساتلې شي تر څو چې د هند حكومت په دې شرمناك حركت بخښنه نه وي غوښتې او د ګستاخۍ مرتكب غړو په ضد چې د هند حكومت كاروائي نه وي كړې تر هغه وخت دې د منصوعات بائيكاټ او د هند سره هر ډول اړيكې منقطع كړې شي

مزید خبریں