د كركټ وېب سائټ “كرك انفو” بابر اعظم د ون ډے كركټ باچا وګرځولو

پېنډۍ ۔9جون(اے پی پی) د كركټ نوموړي وېب سائټ "كرك انفو" بابر اعظم د ون ډے كركټ باچا ګرځولې دې۔ کرک انفو د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر د بابر اعظم عكسونو سره د ده د ورستيو پنځ يو ورځنيو مېچونو كاركردګي شيئر كولو سره وليكل "دا مهال د ون ډے كركټ يو باچا دے"۔ د پاكستان كركټ لوبډلې كپتان او د نوموړي بټېسمېن بابر …

پېنډۍ ۔9جون(اے پی پی) د كركټ نوموړي وېب سائټ “كرك انفو” بابر اعظم د ون ډے كركټ باچا ګرځولې دې۔ کرک انفو د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر د بابر اعظم عكسونو سره د ده د ورستيو پنځ يو ورځنيو مېچونو كاركردګي شيئر كولو سره وليكل “دا مهال د ون ډے كركټ يو باچا دے”۔ د پاكستان كركټ لوبډلې كپتان او د نوموړي بټېسمېن بابر اعظم د غېر معمولي كاركردګۍ لړۍ روانه ده ٬ هغه د وېسټ انډيز په ضد په خپل اولني يو ورځني مېچ كښې 103 رنز جوړولو سره د خپل كېرئير 17 مه سنچري ترسره كړه۔ دا د ده په ورستيو پنځ مېچونو كښې څلورمه او پرله پسې درېمه سنچري ده۔ بابر اعظم د آسټرېليا په ضد په هوم سيريز كښې هم غوره كاركردګي ښودلو سره په اولني يو ورځني مېچ كښې 57 ٬ دويم كښې 114 او درېم كښې 105 رنز جوړ كړې وو۔ ده د انګلېنډ په ضد په برمنګھم كښې د سيريز په وروستي مېچ كښې د 158 رنز په زړه پورې اننګ كړې وو۔

مزید خبریں