كابل 08 جون (اے پي پي)د افغانستان د تعليم پخوانے وزير غلام فاروق ودرګ خپل هېواد ته راستون شوے۔ده په بهر هېوادونو كښې مېشته افغانانو باندې زور راوړو چې هغوي هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد خذمت وكړي۔د چين خبري اژانس ادارې د افغان مېډيا په اړه ووئيل د تعليم پخوانے وزير غلام فاروق وردګ د شورو په ورځ هېواد ته راستون شوے۔د كابل په هوائي ډګر د …
افغانستان٬د تعليم پخوانے وزير غلام فاروق وردګ هېواد ته راستون شو

مزید خبریں
كابل 08 جون (اے پي پي)د افغانستان د تعليم پخوانے وزير غلام فاروق ودرګ خپل هېواد ته راستون شوے۔ده په بهر هېوادونو كښې مېشته افغانانو باندې زور راوړو چې هغوي هېواد ته راستانه شي او د خپل هېواد خذمت وكړي۔د چين خبري اژانس ادارې د افغان مېډيا په اړه ووئيل د تعليم پخوانے وزير غلام فاروق وردګ د شورو په ورځ هېواد ته راستون شوے۔د كابل په هوائي ډګر د هغه هركلے د افغان حكومت عهديدارو وكړو۔په دې موقع د تعليم پخوانې وزير ووئيل زه خپل هېواد ته په بېرته راتللو ډېر خوشحاله شوے يم۔غلام فاروق وردګ په داسې ګڼ شمېر افغانانو كښې شامل ؤ كوم چې تېر كال اګست مياشت كښې د افغانستان څخه د امريكې ځواكونو وتلو او په هېواد كښې د طالبانو د قبضې نه پس هېواد نه وتلے ؤ ۔د يادونې وړ ده د افغان حكومت لخوا سياسي شخصيات او د نورو وګړو بېرته راتلل او د رابطې لپاره كمېشن جوړ كړے شوے كوم به چې د راتلونكو ډاډګيرنه كوي











