د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډلې سري لنكا له په وړومبي ون ډے كښې په 8 وكټو ماتې وركړه، غلام فاطمه پليئر آف دي ميچ وګرځولې شوه

كراچۍ 01 جون (اے پي پي) د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډلې د سري لنكا ويمنز ډلې له په وړومبي ون ډے انټرنېشنل ميچ كښې په 8 وكټو سره ماتې وركولو سره سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه كړې، د ليګ سپنره غلام فاطمه د كيرئير په ښه كاركردګۍ پليئر آف دي ميچ ګرځولې شوې، اوپنره سدره امين او كپتان بسمه معروف 50 رنزونه كړي۔ د شورو په ورځ …

كراچۍ 01 جون (اے پي پي) د پاكستان د كركټ ښځينه لوبډلې د سري لنكا ويمنز ډلې له په وړومبي ون ډے انټرنېشنل ميچ كښې په 8 وكټو سره ماتې وركولو سره سيريز كښې 1-0 سره وړاندې والې ترلاسه كړې، د ليګ سپنره غلام فاطمه د كيرئير په ښه كاركردګۍ پليئر آف دي ميچ ګرځولې شوې، اوپنره سدره امين او كپتان بسمه معروف 50 رنزونه كړي۔ د شورو په ورځ كراچۍ كښې ساوتھ اينډ كلب كښې په درې ميچونو سيريز په وړومبي ون ډے كښې د سري لنكا ويمنز ډلې كپتان چماري اتھاپتھو د دورې په مهال څلور ځله پرله پسې ټاس وګټلو او ټي ټوئنټي انټرنيشنل په شان بيا د وړومبي بيټنګ كولو پريكړه وكړه او د 170رنز هدف ئې وركړو۔ پاكستان مطلوبه هدف د دوه وكټو په نقصان سدره او بسمه ترمينځه د 143رنز ترلاسه كولو كاميابي ترلاسه كړې

مزید خبریں