په زړه كاڼې كېښودلو سره د پټرول بيعه كښې د زياتوالې پريكړه شوې، يو كروړ 40 لكهه مستحق كورنيو لپاره ريليف وركولو له 28 اربه روپۍ بيلي كړې شوي۔وزيراعظم شهبازشريف

لاهور 28 مئي (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې اولس د ګرانۍ سره مخ دې،غريبې كورنۍ ستونزو سره مخ دي،په زړه كاڼې كېښودلو سره د پټرول په بيعه ښې د زياتوالي پريكړه شوې ، يو كروړ 40 لكهه مستحق كورنيو له ريليف وركولو لپاره 28 اربه روپۍ بيلي كړې شوې،نواز شريف د اتومي چاؤدنو په وخت د 5 اربه ډالره وړانديز قبلولو په ځائې د هېواد دفاع ته پام لرنه كړې۔د خالي په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل موجود حالات كښې غريبۍ كورنۍ ستونزو سره مخ دي،د يو وخت ډوډۍ ، درملنې لپاره روپۍ او نوكري نشته۔ محمد شهباز شريف ووئيل د غريب كورنييو لپاره 28 اربه فنډز سره پيكج پيل كوو چې ترمخه به ئې غريبو كورنيو ته د مياشتې دوه زره روپۍ ترلاسه كېږي۔وزير اعظم ووئيل د معيشت بحالۍ ته به پام لرنه كولې شي او اولس له به ريليف وركولې شي دې لپاره په هنګامي بنيادونو اقدامات كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اتومي چاؤدنو په وخت پخواني وزيراعظم نواز شريف له هر ډول ترغيبات وركړې شوې ؤ خو هغه نه چا له دهړكې وركړې او نه ئې غير ملكي مشرانو سره ترخې خبري كړي او د امريكې صدر ته ئې په ښه ډول ووئيل چې تاسو د 5 اربه ډالره كوم وړانديز كړې په دې ستاسو مننه،ما له د پاكستان د ګټو تحفظ كول دي۔