د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال دستورې ته خطاب

اسلام آباد۔14مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د ډیجیټلائزېشن په شكل كښې مونږ ټول يو داسې بدلون وينو كوم چې مو دې نه وړاندې نه دې ليدلې٬ كوم قومونه چې ډيجيټلائزېشن خپل كړي هغه به وړاندې لاړ شي او پاكستان لپاره هم په دې څانګه كښې موقعې موجود دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ نسل د تختۍ نه تر فائيو جي بدلون وليدلو٬ زمونږ ژوند اینالاګ څخه بشپړ ډيجيټيلائزېشن ته لاړو او د بدلون رفتار ډېر سست دې۔ ده ووئيل لكه څنګه چې په كومه هم څانګه كښې نوې راتلونكو لپاره موقعې زياتې وي ٬ پاكستان هم د آئي ټي په څانګه كښې دغسې زياتې موقعې لري۔ احسن اقبال ووئيل د تھري جي فور جي لائنس معامله هم مونږ حل كړې وه او مونږ د يو سوچ له مخې لېپ ټاپ اسكيم پېل كړې وو۔ ده ووئيل لېپ ټاپ اخستونكو وئيلي چې دوئي كښې ځينې دوه لكه ګټي يو ځينې څلور لكه۔ ده ووئيل هېواد چې مونږ ته څنګه هم ترلاسه شوې دې دا به مونږ له سمول وي۔ كه تاسو پي ټي آئي سره تعلق لرۍ يا نون ليګ سره ٬ تاسو مونږ لپاره يوازې پاكستانيان يۍ۔ ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې يوه مسئله ده كه امريكا ته ځې يا اروپا ته د پنش بل ادا كول ګران شوي دي۔ ټول يو فكر سره مخ دي چې د پنشن بوج څنګه پورته كړې شي۔ ده ووئيل نن چې كوم هېواد پرائېوېټ سېكټر زيات فعال كړي دغه هېواد ښه دې۔