د حج 2022 آپرېشن لاندې د سركاري سكيم كامياب خواست كونكو ټاكنې لپاره قرعه اندازي د اتوار په ورځ كېږي،د مذهبي چارو وزارت

اسلام آباد 14مئي (اے پي پي) د حج 2022 آپرېشن لاندې د سركاري سكيم كامياب خواست كونكو ټاكنې لپاره قرعه اندازي (نن) د اتوار په ورځ كولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت له مخې سږ كال سعودي عرب څخه په مجموعي توګه پاكستان ته 81 زره 132 كسانو لپاره حج كوټه وركړې شوې ده۔ د مذهبي چارو وزارت د مجوزه حج پاليسۍ په ډرافټ كښې دا تجويز وركړې چې په دې به 60 فيصده د پرائيوټ سكيم او 40 فيصده د سركاري سكيم لاندې حج ادا كوي دغسې دا پرېكړه به د حج پاليسي 2022 وفاقي كابينې څخه منظورۍ نه پس حتمي ګڼلې شي۔ د حج قرعه اندازي به د اتوار په ورځ پي آئي ډي كښې كېږي چې پكښې به د مجموعي كوټې 40 فيصده حساب سره تقريباً 32 زره كامياب خواست كونكو ټاكلې شي.