ټي 20 ويژن سپر ليګ د مئي 28 مې نېټې څخه پېل كېږي

پنډۍ۔10مئی(اے پی پی) ټی 20 ویژن سپر لیګ د مئي 28 مې نېټې څخه په ايوب پارك كركټ ګراؤنډ (پېنډۍ) كښې پېل كېږي۔ د ليګ د كولو مقصد د نوي ټېلنټ لټول او كركټ ته وده وركول دي۔ د ليګ منتظمينو وېنا ده چې ليګ به د آئي سي سي د قانون له مخې كولې شي او پي سي بي امپائرز به په ټولو مېچونو كښې د امپائرنګ ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د ليګ فائنل به د جون په 8 مه نېټه په مصنوعي رڼاګانو كښې كولې شي۔ كاميابي ترلاسه كوؤنكې لوبډلې ته به يو لك او رنز اپ لوبډلې ته به 50 زره روپۍ انعامي رقم وركولې شي۔