روسيه د نورو 11 مېرمنو پشمول د يوكرائن 41 بنديان خوشې كړل

ماسکو 07 مئي (اے پي پي) روسېه د بنديانو د تبادلې په لړ كښې د نورو 11 مېرمنو پشمول د يوكرائن 41 بنديان خوشې كړي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د يوكرائن نائب وزيراعظم ايرينا وېرشچك خپل ټېلي ګرام بيان كښې وئيلي دي چې روسيه زمونږ 41 وګړي خوشې كړې دي چې پكښې 28 عسكر ٬ يو پادري او 13 وګړي شامل دي خو ده د دې …

ماسکو 07 مئي (اے پي پي) روسېه د بنديانو د تبادلې په لړ كښې د نورو 11 مېرمنو پشمول د يوكرائن 41 بنديان خوشې كړي دي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د يوكرائن نائب وزيراعظم ايرينا وېرشچك خپل ټېلي ګرام بيان كښې وئيلي دي چې روسيه زمونږ 41 وګړي خوشې كړې دي چې پكښې 28 عسكر ٬ يو پادري او 13 وګړي شامل دي خو ده د دې په تبادله كښې د روسيه د خوشې كړې شويو بنديانو شمېره نه ده ښودلې۔ د يادونې وړ ده چې په 24مه فرورۍ د روسيه لخوا په يوكرائن د بريد نه پس د دواړه هېوادونو ترمېنځه د بنديانو يو شمېر تبادلې شوي دي او په دې كښې وروستۍ تبادله په 30م اپرېل شوې چې پكښې د يو كرائن 14 وګړي خوشې كړې شوې وو

مزید خبریں