د پاكستان او هالېنډ ترمېنځه د هاكې وړومبې مېچ به د اپرېل په 26مه نېټه كېږي

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان او هالېنډ ترمېنځه د هاكې وړومبې مېچ به د اپرېل په 26مه نېټه په برېډا كښې كېږي. د پاكستان د هاكې قومي لوبډله په دې ورځو كښې د اروپا په دوره ده چرته به چې هغه د هالېنډ، بېلجيم او هسپانيه د لوبډلو په ضد مېچونه كوي. د پي اېچ اېف له مخې د پاكستان او هالېنډ ترمېنځه د هاكې وړومبې مېچ به د اپرېل په 26مه نېټه او دوهم مېچ به د اپرېل په 27مه نېټه په برېډا كښې كېږي. د دې نه پس د پاكستان او بېلجيم ترمېنځه يواځنې مېچ به د اپرېل په 29مه نېټه كېږي. د دې نه پس به لوبډله هسپانيه ته ځي او هلته به د كوربه لوبډلې په ضد د درې مېچونو سېريز كوي. د سېريز وړومبې مېچ به د مئي په 2مه نېټه، دوهم به د مئي په 3مه او دريم وروستې مېچ به د مئي په 4مه نېټه كېږي.