په كابل كښې د لوبو مقابلې وشوې

كابل 19 اپرېل (اے پي پي) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د لوبو مقابلې شوې دي چې پكښې په مجموعي توګه 72 لوبغاړو برخه اخستې. د چينائي مېډيا له مخې په پايه تخت كابل كښې د زغل او نشانه بازې مقابلې شوې دي چې پكښې 72 لوبغاړو برخه اخستې. د افغانستان د ماډرن پېنټا تهلون فېډرېشن چيئرمېن خوشحال سروري له مخې په دې دوستانه مقابلو كښې برخه اخستونكو ځوانانو تعلق كابل، باميان، غزني او د لوګر ولايتونو سره وو. ده ووئيل چې د طالبانو په مشرې كښې لنډمهاله حكومت او افغان نېشنل اولمپك كمېټي په هېواد كښې د لوبو ملاتړ كوي. ده ووئيل چې لوبې زمونږ د ټولنې په پرمختګ او د ځوانانو په روغتيا نېغ په نېغه آغېزې لري.