په پنجاب اسمبلۍ كښې چې څه شوي په جمهوريت تر ټولو ناوړه داغ دې٬ د پي ټي آئي او ق ليګ اصلي څېره ټولو وليدله٬ د عطا الله تارړ رانا مشهود احمد خان سره په ګډه خبري كنفرنس

لاهور۔17اپرېل(اے پی پی) د مسلم ليګ نون دوهم عمومي سېكتر عطا الله تارړ وئيلي دي په پنجاب اسمبلۍ كښې چې څه شوي دي په جمهوريت تر ټولو ناوړه داغ دې٬ د پي ټي آئي او ق ليګ اصلي څېره په قومي او صوبائي اسمبلۍ كښې ټولو وليدله۔ د اتوار په ورځ رانا مشهود احمد خان سره په ګډه خبري كنفرنس كښې ده ووئيل تېره ورځ د پنجاب اسمبلۍ تر ټولو زياته توره ورځ وه ٬ پروېز الهي دې اوس بس كړي د 15 ورځو نه صوبه د اعلی وزير نه بغېر چلېږي٬ د شمېرې نه پوره كېدو د لاسه ټاكنې څو څو ځله وځنډولې شوې ٬ په ګېلريز كښې پرائېوېټ كسانو ته ورديانې اچولې شوې وې٬ په خپله نګرانۍ كښې پروېز الهي د بريد كولو هڅه وكړه٬ د ډپټي سپيكر د وژلو هڅه وكړې شوې۔ ده ووئيل پروېز الهي په دې عمر كښې هم غلط بياني كوي۔ ده ووئيل پرون يۍ د آكسيجن ماسك او پايو ډين لګولو ډرامه وكړه۔ ده ووئيل پروېز الهي د چوهدري شجاعت عزت ته هم زيان ورسولو۔ ده ووئيل ګورنر هاؤس ته نوټيفكېشن لېږلې شوې دې خو ګورنر سوګند نه اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د سپيكر او ډپټي سپيكر په عدم اعتماد به پرېكړه ګوند كوي۔ اسد کھوکھر، علیم خان او احمد علی مونږ سره ولاړ دي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل كال 2018 كښې سلېكټېډ شوي وائي مونږ د اقتدار شوق نه لرؤ٬ د توشه خانې ډالۍ هم معاف نه كړې شوې۔ د سپریم کورټ د آرډرز باوجود قومي اسمبلۍ يرغماله وساتلې شوه او د آئين خلاف ورزي وكړې شوه۔ ده ووئيل په پنجاب اسمبلۍ كښې چې څه وشو دا د جمهوريت په لمن يو ناوړه داغ دې۔ ده ووئيل په قومي او صوبائي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي او ق ليګ اصلي څېره ټولو وليدله۔ ده ووئيل جمهوريت لپاره پوليس تاريخي قربانۍ وركړې دي٬ ده وئيل يو سبب وښائۍ چې نان ممبرز څنګه فلور ته راغلل٬ د هاؤس د تقدس خيال ونه ساتلې شو۔ ده ووئيل نان ممبرز زمونږ په اېم پي اېز بريد وكړو نو بيا دفاع كول خو زمونږ فرض دي۔