د احساس پروګرام او پناه ځايونو بندولو خبرونه بې بنسټه دي٬ صحت كارډ به دغسې روان ساتلې شي ٬ دا به لا ښه كولې شي٬ د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ وياندې مريم اورنګزېب بيان

اسلام آباد۔15اپرېل(اے پی پی)د پاكستان مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب د احساس پروګرام او پناه ځايونو بندولو په اړه خبرونه دروغ ګرځولو سره وئيلي دي شهباز شريف د وزيراعظم ټاكل كېدو نه وروستو په قومي اسمبلۍ كښې خپل اولني خطاب كښې دا خبره په ډاګه كړې وه چې د اولس د خذمت منصوبې به روانې وي۔ د جمعې په ورځ په خپل بيان كښې دې ووئيل بے نظیر انکم سپورټ پروګرام به نه يوازې دا چې روان ساتلې شي بلكې دې ته به لا پراختيا وركولې شي۔ دې ووئيل د پخواني وزيراعظم نواز شريف پېل كړې صحت كارډ به دغسې روان وي بلكې دې كښې به لا بهتري راوستلې شي۔ مریم اورنګزېب ووئيل ميډيا ته هم خواست دې چې هغه داسې بې بنياده اطلاعاتو ته ځايې وركولو څخه ډډه وكړي۔ دې ووئيل نن په هېواد كښې يو داسې ټاكلې وزيراعظم دې كوم چې د اولس د خذمت جذبه لري٬ نن په هېواد كښې يو داسې ټاكلې وزيراعظم دې كوم چې د اولسي او قامي سلامتيا مسئلې خپل سياست لپاره نه كاروي